د غزني ولایت حوزوي روغتون ودانۍ د جوړولو چارې چې له څلورو کلونو راهیسې نیمګړې پاتې وې، بیل پیل شوې. د ملي پراختیا شرکت اداري مرستیال عبدالولي عادل وايي چې د یاد روغتون ودانۍ د جوړونې چارې چې ۷۷ سلنه څلور کاله وړاندې مخته تللې وې، اوس د ۴۹.۵ میلیونو افغانیو په لګښت له داخلي بودجې بیا پیل شوې، چې د شپږ میاشتو په اوږدو کې به د ملي پراختیا شرکت له لوري بشپړې شي. په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین محمد اسحاق صاحبزاده، وویل چې د غزني ۷ ګاونډي ولایتونو ناروغان هم دغه روغتون ته مراجعه کوي. په همدې حال کې د غزني مرستیال والي رحیم الله محمود له عامې روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې د غزني حوزوي روغتون په مختصصو ډاکټرانو او معیاري طبي وسایلو مجهز کړي.
































