د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، چې د افغان ټرانس پروژې علمي سروې پای ته رسېدلې او سرپرست حکومت یې له افغانستان څخه د تېرېدو مسیر ټاکلی دی. افغان ټرانس پروژه چې د ازبکستان له ترمز تر مزار شریف او له مزار تر پېښوره جوړیږي منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې د پاکستان تر کراچۍ،ګودار او قسیم بندرونو سره نښلوي. د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د قطر له امیر سره په لیدنه کې په افغان ټرانس پروژه کې د پانګونې غوښتنه کړې وه، چې د قطر امیر په دغه پروژه کې د پانګونې ډاډ ورکړی دی. اخوا د اوسپنې پټلۍ ادارې وايي، د قطر سربېره عربي متحده امارات او روسیه هم لېواله ده چې په افغان ټرانس پروژه کې پانګونه وکړي.
































