د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان پرون د ۲۰۲۴ کال ټاکنو لپاره د نوماندۍ پاڼې ثبت کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان سترې محکمې د عمران خان لپاره د وثیقې قرار صادر کړی خو د خوشې کېدو نېټه یې نه ده مشخصه شوې. په ورته وخت کې د پاکستان د ټاکنو کمېسيون پرېکړه کړې چې د پخواني لومړي وزير عمران خان ګوند نور د کرکټ بټ د ټاکنيزې نښې په توګه نشي کارولی. د پاکستان تحريک انصاف ګوند په تېرو ټاکنو کې د بټ له ټاکنيزې نښې سره د سيالۍ ډګر ته وتلی و. ياده دې وي چې د ټاکنو د مهالوېش له مخې به د جنورۍ تر لسمې سياسي ګوندونو ته د ټاکنو کمېسيون ټاکنيزې نښې ورکوي.
































