د پاکستان اېکسپرس ټریبیون ورځپاڼېخبر ورکړی چې په کراچۍ کې له یوه زیارت د ۱۰ میلیونه کلدارو په ارزښت سره زر غلا شوي دي. ځايي چارواکو د دغه زيارت مدير تورن کړی دی. اېکسپرس ټریبیون پرون خبر ورکړی چې په تېره یوه میاشت کې د حضرت لعل شهباز قلندر له زیارت د ۱۰ میلیونه او ۳۷۲ زره روپیو په ارزښت سره زر غلا شوي دي. د دې غلا له افشاء کېدو وروسته د سند ایالت د قانون وزیر د دغه زیارت مدیر د دغو سرو زرو په غلا تورن کړی او دنده یې ځنډولې ده. خلک هر کال د دغو زیارتونو او مذهبي ځایونو صندوقونو ته میلیونونه روپۍ د ثواب او حاجت پوره کېدو په هیله ور اچوي.











