د فرانسې خبري اژانس د نایجریا د پوځ په حواله لیکلي چې وروستي فرانسوي سرتیري پرون له دغه هیواد څخه ووتل. د نایجریا د پوځ یوه چارواکي سلیم ابراهیم پرون په نیامي هوایی اډه کې، چې یو شمیر فرانسوي سرتیري پکې دیره وو، په جوړو شوو مراسمو کې د وینا پر مهال ویلی، چې پرون په سویل کې د فرانسوي ځواکونو د وتلو پروسه بشپړه شوه. دغو مراسمو کې د نایجریا د پوځ د لوی درستیز مامان ساني کیاو او په سږیل کې د فرانسوي ځواکونو د قوماندان جنرال ایریک اوزان د ګډ سند په لاسلیک سره پای ته ورسیدل. په دې مراسمو کې د توګو وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د امریکا پوځي اتشې هم ګډون کړی وو. نیامي هوایی اډه د فرانسوي ځواکونو له وتلو وروسته د نایجریا پوځ ته وسپارل شوه.










