د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر سمنګانو ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په خبرو کې ویلي، چې اوس مهال د ټول هېواد په کچه ۳۵۰ زره یتیمان، ۹۰ زره کونډې او ۱۸۱ زره معلولین له دغه وزارت سره ثبت دي، چې له ډلې یې ۸۰ سلنو له دغه وزارت څخه میاشتېنۍ مرستې ترلاسه کړې دي. سرپرست وزیر سمنګاني یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د نغدي مرستو د ورکړې او له دغې پروسې څخه د نظارت په موخه یاد ولایت ته سفر کړی دی. نوموړي د تېرې پنجشنبې په ورځ د سمنګانو له ولایتي چارواکو او مسولینو سره لیدلي او مستحقو کسانو ته د مرستو د رسولو په برخه کې یې پر شفافیت ټینګار کړی دی.
































