د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان لوبډلې تر ښه ځلېدو وروسته د دغې لوبډلې روزونکی جانتن ټروټ له دې ډلې سره د پاتې کېدو لپاره یوه نوي یو کلن تړون ته نږدې شوی دی. د انګلستان کرکټ لوبډلې پخوانی توپ وهونکی د اوسني تړون له شرطونو خوښ دی، خو تر لاسلیکېدو وړاندې غواړي چې د خپلې کاري ډلې غړي غوره کړي. ټروټ د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغانستان کرکټ ټیم روزونکی وګومارل شو، چې په مشرۍ یې په اکتوبر او نومبر میاشت، په هند کې د کرکټ نړیوال جام مخکینی اتل انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ لوبډلې ماتې کړلې. ټروټ وویل، په دې سره دی غواړي چې افغان ټیم ډېرې لوبې وګټي او د افغانستان د راتلونکې روزونکی لپاره یو معیار وټاکي. نوموړي ویلي، دا یقیني کول غواړي چې د روزونکي ملاتړي او کارمندان هم هغسې چې دی یې غواړي، وګوماري چې لوبډله لا وځلیږي، او دا ډاډ ترلاسه شي چې یو ګام يې پرمخ اخیستی.
































