د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ مسوولینو د یاد ولایت په یادو ولسوالیو کې د ۱۲ کیلومتره فرعي سړک د رغولو چارې د پیل خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د مسوولینو په خبره دغه سړک د ۷ مترو په سور او ۱۲ کیلو مترو په اوږدوالي د خلکو په شخصي لګښت جوړېږي. د یادونې وړده، چې د یاد سړک په جوړېدو سره به د یادې ولسوالۍ څو کلي له یو بل سره ونښلول شي او د ولسوالۍ مرکز او د یادو کلیو ترمنځ به د تګ را تګ اسانتیاوې رامنځته شي.
































