د لوګر د پوهنې ریاست د خپلې بودېجې له لارې د دوو ښوونځیو ودانۍ او د یوه بل ښوونځي د احاطې دېوال بېرته رغولي دي. په رغول شویو ښوونځیو کې په مرکز پل علم کې د پادخواب شانې، شلوک او میروال ښوونځي شامل دي، چې په بیا رغولو سره یې له دوه زره زیاتو زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز او خوندي چاپېریال برابر شوی دی. د لوګر د پوهنې رییس جنت ګل عزیز وایي، چې په دې ولایت کې ۲۷۶ ښوونځي شتون لري، چې ۷۲ ښوونځي ودانۍ جوړولو او ۱۰۰ نور ښوونځي بېرته رغولو ته اړتیا لري. نوموړی له پوهنې وزارت او مرسته کوونکو موسسو څخه ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو او بېرته رغولو په برخه کې د مرستې او پاملرنې غوښتنه کوي. د لوګر د پوهنې ریاست څو ورځې وړاندې هم د خپلې بودجې له لارې په خروار ولسوالۍ کې پنځه ښوونځي بېرته ورغول.











