د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د ښاروالۍ ریاست لخوا په دغه ولایت کې د ښار د ننه د ځينو سړکونو د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې دي. د ښاروالۍ ریاست چارواکي وایي، چې دوی په پیل کې د ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ سړکونو د کانکرېټ اچولو چارې پیل کړې او د پاتې نورو چارې به هم ډېرې ژر پیل شي. د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي چې د ښار د ننه د دغو سړکونو د جوړېدو لګښت د ښاروالۍ له بودېجې څخه ورکول کیږي، د دوی په خبر دغه سړکونه چې خام دي، د باران پر مهال ورسره خلک د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي. بل خوا د ښاروالۍ دغه اقدام د یاد ولایت د ګڼ شمېر ښاریانو لخوا ستایل شوی او هیله یې څرګنده کړې، چې پاتې نور سړکونه هم په ورته بڼه جوړ کړل شي.
































