په خوست کې ۲۰۹۸ کارتنه بې کیفیته توکي بېرته پاکستان ته ګرځول شوي دي. د خوړو او درملو ملي ادارې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په خوست ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت لږ تر لږه ۲۰۹۸ کارتنه د ماشومانو شیرني او ژاولې د کیفیت له ارزونې وروسته بېرته پاکستان ته ګرځولي دي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي. د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړانډې هم هېواد ته د لسګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د واردېدو مخنیوی کړی دی.
































