هرات ولایت کې په نړیوالو معیارونو د برابر صنعتي ښارګوټي د جوړولو په اړه مشورتي ناسته شوې ده. دې ناسته کې د والي په ګډون د ښار جوړونې، سوداګرۍ او صنعت، کرنې او مالدارۍ او چاپېریال ساتنې چارواکو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و. ناسته تر ډېره د دغه ښارګوټي لپاره د ځای د ټاکلو په اړه وه او د لومړنیو مشورو له مخې د رباط سنګي دشت حوض، ګذرې ولسوالۍ کې د ده سرخ او د دشت زنده جان سیمې یې د جوړېدو لپاره غوره شوې دي. د هرات والي پر نړیوالو معیارونو برابر د دغه ښارګوټي پر جوړېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې پام کې ده دغه ښارګوټي کې تر ډېره له لمریزې برېښنا څخه کار واخیستل شي. د هرات د ښار جوړونې رییس وایي، د دغه ښارګوتي د جوړولو لپاره د هغه جغرافیایي موقعیت، شنه سیمه او نورو ارزښتونه په نظر کې نیول شوي دي.
































