د بغلان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په روان کال کې یې د دې ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۱۹۶ پروژو په چوکاټ کې ۵۵۰ کیلومټره کلیوالي سړکونه جوړ او بیارغولي دي. د یاد ریاست د برنامو آمر انجنیر وسیم رشیدي وویل، چې په خنجان، دوشي، تاله وبرفک، بنو، ده صلاح او پلحصار ولسوالیو کې یې د ۱۹۶ پروژو په چوکاټ کې، چې نړیوال بانک یې مالي ملاتړ کړی دی ۵۵۰ کیلومټره کلیوالي سړکونه جوړ او بیارغول شوي دي. رشیدي زیاته کړه، چې له دغو سړکونو څخه په مستقیم ډول ۳۲۷ زره او ۹۷۹ کسان ګټه پورته کوي او ۲۹۳ میلیونه، ۴۴ زره او ۴۴ افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
































