لوګر کې د درې میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو یو چک ډېم جوړ شو. د لوګر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست وایي، دغه چکډم د ۵۰ مترو په اوږدوالي او ۳ مترو په لوړوالي د ۹ میاشتو په موده کې د انکشافي قوا ادارې په واسطه د خوړو نړیوال سازمان په مالي لګښت د ۳ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت د مرکز پل علم اړوند په شلک سیمه کې رغول شوی او ۱۳۰۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. د معلوماتو له مخې د دغه چکډم د رغولو هدف د ځمکې لاندې اوبو زیاتوالی او له وچکالۍ څخه مخنیوی بلل شوی. د دغې پروژې د تطبیق پر مهال شاوخوا ۶۰ تنه کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.












