د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د پولیو یا ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې دي. د ګوزڼ دغه پېښې د کلات ښار په رساله او هواشناسي کلیو کې ثبت شوي دي. سربېره پر دې زابل کې څه باندې ۲۰۰زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین هم پیل شوی دی. بلخوا د زابل اوسېدونکي دغه ولایت کې د پولیو ضد واکسین کمپاین له پیل څخه خوښي څرګندوي او وايي چې خپلو ماشومانو ته د واکسین ترڅنګ به دې کمپاین کې تر خپله وسه همکاري وکړي. زابل کې د کوزڼ دوه پېښې داسې مهال ثبتېږي چې د دغه لایت تر څنګ ټولو ولایتونو کې اوس د پخوا په پرتله د پولیو ضد واکسین کمپاین له ستونزو پرته پلی کېږي.












