د ۲۰۲۳ کال یوازې څو ورځې پاتې دي او نور به د دې کال پېښې هم یوازې د تاریخ تر پاڼو پورې محدودې شي.
افغانستان او چین په دې کال کې هم ښې اړیکې درلودلې چې دلته يې څو مهمو ته اشاره شوې.
مخکې له دې چې په روان کال کې د چین او افغانستان اړیکو ته اشاره وکړم، لازمه ګڼم چې د دواړو هېوادونو د اړیکو تاریخي پس منظر په څو کرښو کې بیان کړم.
تاریخ وايي هم افغانستان او چین د تاریخ په اوږدو کې له ډېرو لوړو ژورو تېر شوي او هر وخت د پردیو له یرغلونو سره مخ شوي خو جالبه دا ده چې دې دواړو هېوادونو هېڅکله یو د بل پروړاندې توره یا ټوپک نه دي پورته کړي بلکې تل یې د دوستو ګاونډيانو په توګه چلند کړی.
چین په تېرو څه باندې څلور لسیزو کې پر افغانستان د پخواني شوروي او هم د امریکا او ناټو له یرغل سره خپل مخالفت ښودلی او د افغانستان پروړاندې يې د هېڅ یرغلګر ملاتړ نه دی کړی.
افغان لوري هم د محمود غزنوي، میرویس نیکه، احمدشاه بابا او نورو شاهنشاهانو په وخت کې تر هند او ایران ځينو برخو پورې ځمکې فتحه کړې، خو د چین پولو ته يې پوره درناوی ساتلی او هېڅکله يې د دغه هېواد پر خاوره تېری نه دی کړی.
دغه راز چین هم له خپلو نورو ګاونډیو هېوادونو سره خواږه ترخه راغلي، خوهېڅکله يې پر افغانستان تېری نه دی کړی او نه يې ستونزې ورته جوړې کړې دي.
نو دې ټولو خصوصاتو ته په پام سره ویلای شو چې چین او افغانستان یو د بل تاریخي دوستان پاتې شوي دي.
له هغه وخته چې د امریکا په مشرۍ بهرنیو اشغالګرو پوځیانو په افغانستان کې ماتې وخوړه او دلته سرپرست حکومت واکمن شوی، چین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه او د سرپرست حکومت پر مشرانو د تحریم او د افغانستان د شتمنیو بندولو په اړه د امریکا له کړنو سره مخالفت په ډاګه کړی.
چین د افغانستان په اړه په څو اړخیزو غونډو کې په وار وار ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره دې مرسته او همکاري وشي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د بهرنیو پوځيانو وتل او سرپرست حکومت رامنځته کېدل د افغانستان لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه بللې او ویلي يې دي چې د دغه هېواد راتلونکی د افغان ملت په واک کې دی.
سږ کال (۲۰۲۳) کې کابل کې د سرپرست حکومت د رییس الوزرا ملا محمدحسن آخند له خوا په ځانګړو تشریفاتي مراسمو کې د چین سفیر باور لیک منل او دغه راز په چین کې د افغان سفیر په توګه د بلال کریمي ټاکل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر ډول سوداګریزو مالونو پر وارداتو د تعرفو لغوه کېدل، د چین او افغانستان تر منځ د لوړ پوړو اقتصادي او تجارتي پلاویو د تګ راتګ زیاتېدل، د افغانستان د کانونو وزارت او یوه چيني شرکت تر منځ له آمو دریا تیلي حوزې څخه د نفتو او ګازو استخراج تړون، هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د چین مرسته، په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه روغتیا برخه کې له افغانستان سره د چین مرسته، له یوه چیني شرکت سره په تخار ولایت کې د ۳۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت سرو زرو د کان استخراج تړون، په چین کې په سترو سوداګریزنو نندارتونونو کې د افغان شرکتونو د استازو ګډون، په کابل کې د بیخ بیناوو پراختیا بانک څانګې پرانیستلو سره د چین موافقه، په افغانستان کې د لسګونه زره امنیتي کمرو نصبېدو په برخه کې له سرپرست حکومت سره د چین هواووې شرکت د مرستې لپاره د چمتووالي اعلان، د امریکا په غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان د سرپرست حکومت پروړاندې سختو تدابیرو له نیولو له وړاندیز سره د چین د استازي مخالفت، د چین او افغانستان ترمنځ د واخان ځمکني بندر فعالېدو په اړه د دواړو لوریو د استازو خبرې او موافقه… ځيني هغه موارد دي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ ټینګښت نښې بللای شوو.
جمع یندي:
طبیعي ده چې حکومتونه یو له بل سره په تېره بیا له سترو او په نړیوالو معادلو کې له مطرحو حکومتونو سره د تعامل او اړیکو له لارې بریا او په مختلفو اقتصادي، تجارتي، سیاسي، علمي او نورو برخو کې د پرمختګ زمینه موندلای شي.
د افغانستان سرپرست حکومت چې بهرنۍ پالیسې يې اقتصادي محوره ده په ۲۰۲۳ میلادي کال کې يې د نورو ګاونډيو هېوادونو تر څنګ له چين سره ښې اړیکې جوړې کړې او دا يې د بهرنۍ پالیسۍ بریا ګڼل کېږي.
د افغانستان جغرافیایي او جیو سټراټژيک موقعیت داسې دی چې مرکزي او سویلي آسیا او آن اروپا له مرکزي آسیا سره وصلوي او چین د نړۍ لومړۍ درجه اقتصادي قدرتونو کې راځي نو ښکاره خبره ده چې له داسې هېواد سره دوستانه اړیکې جوړول د افغانستان اهمیت لا زیاتوي.
بله مهمه خبره دا ده چې چین د امنیت شورا دایمي غړی دی او د دغه هېواد له موافقې پرته د امنیت شورا پرېکړه نشي عملي کېدای، نو دې ته په پام سره چې امریکا او د ناټو ځينې غړي هېوادونه هم د امنیت شورا دایمي غړيتوب لري او هغوی په افغانستان کې پوځي ماتې خوړلې او اوس په مختلفو پلمو په امنیت شورا کې د افغانستان پرضد لمسونې کوي او دغه شورا هڅوي چې د افغانستان په اړه سخت اقدامات وکړي چې تر اوسه دې پارونو او لمسونونو ته د چین له خوا منفي رایه ورکړل شوې او په دې توګه ناکام شوې دي نو په راتلونکې کې هم باید زموږ د اسلامي او ملي ګټو په پام کې نیولو سره د دغه هېواد ملاتړ جلب شي څو له یوې خوا په اقتصادي برخو کې ګټې ترلاسه کړو او له بلې خوا د دغه ستر هېواد پر مټ د لویدیځ د جنجال جوړولو مخه ونیولای شوو.











