د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په بلخ ولایت کې د همکارو نړۍوالو بنسټونو سره د همغږۍ په ناسته کې ویلي چې د افغانانو غرور د سوالګرۍ اجازه نه ورکوي او مرستې باید د کار په بدل کې وشي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په دغه ناسته کې سرپرست وزیر له پاکستانه را ایستل شویو افغانانو سره پر ژمنیو مرستو هم ټنیګار وکړ.












