سرپرست حکومت وايي چې د هېواد په اقتصادي وده کې د سالنګ لویې لارې اهمیت ته په کتو، په دغې لویې لاره کې د نوي تونل د جوړولو لپاره هڅې روانې دي. د سرپرست حکومت ویاند د سالنګ تونل د مسافر وړونکو او سوداګریزو موټرونو د تګ راتګ لپاره بسندوی نهګڼي او زیاتوي چې د ژمي له را رسېدو سره په دې لویه لار کې ستونزې لا زیاتېږي. یو شمېر چینايي انجینران چې د سالنګ د تونلونو د جوړولو په برخه کې کار کوي، د پروان د والي له مرستیال سره په کتنه کې بیا وايي، د سالنګ د دویم تونل پروژې سروې روانه ده. څو ورځې مخکې، د رییس الوزرا اقتصادي معاونیت هم اعلان کړی و چې د امکاناتو له برابرېدو سره به د سالنګ پر دویم تونل هم کار پېل کړي.
































