د خوړو او درملو ملي اداره وايي، چې د مګړۍ په هېواد کې د درملو د تولید څه باندې ۱۰۰ کارخونې فعالې دي. د یادې ادارې د ویاند په وینا دغه کارخونې د څه باندې ۶۵۰ قلمه درملو د تولید ظرفیت لري. د درملو ملي ټولنه وايي، چې په هېواد کې د تولیدي درملو د کارولو لپاره باید د دغو درملو بیه راټيټه شي او د دملو ټول اړین تجهیزات باید په هېواد کې دننه تولید شي. ورته مهال د درملو د تولید کارخونو یو شمېر مسوولین، له سرپرست حکومته غواړي، چې د درملو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره دې په هېواد کې د درملو له قاچاق څخه مخنیوی وکړي. تر دې وړاندې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ویلي وو، چې افغانستان چمتو دی چې یو شمېر درمل نورو هېوادونو ته صادر کړي.












