د شانګهای همکارۍ سازمان یو شمېر غړو په افغانستان کې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د ګډو همکاریو سند تصویب کړ. د هندي رسنیو د راپور له مخې، په شانګهای تړون کې له سیمه ییز ترورېزم سره د مبارزې جوړښت په نوم یوې ادارې پرون په دې هدف په نوي ډیلي کې غونډه کړې ده. د هند د ملي امنیت سلاکار ویلي چې دا سند د هغو تروریستي تنظیمونو پر وړاندې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، تصویب شوی دی.












