ولسمشر غني وایي، افغان حکومت به ډېر ژر د ۵ زره طالب زندانیانو د خوشې کېدو پروسه بشپړه کړي. نوموړي نن په کابل کې د (سام) په نامه د لوړپوړي پلاوي څلور اړخیزې ناستې ته په خبرو کې ویلي، افغان دولت له طالبانو غواړي چې د دې کار په بدل کې باید د یوې اوونۍ په اوږدو کې بین الافغاني مذاکراتو ته ځان چمتو کړي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي ۲۰۲۰ کال د سولې په نیت پیل شو، خو طالبانو خپل بریدونه لا پسې ډېر کړل. نوموړي له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د لوی اختر ورځې د دې کار لپاره غوره فرصت دی.
































