د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د روان کال په لېندۍ میاشت کې یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۴۰۷ زره او ۲۶۲ تنو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلي دي. د دغې ادارې پر ټویټر پاڼې راغلي چې ډېری پېژندپاڼې په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو له لارې وېشل شوي دي. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دغه راز ویلي چې، د سرپرست حکومت د بیا واکمنېدو تر دې دمه په هېواد کې شاوخوا ۶ میلیونه او ۲۳ زره کسانو برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي دي.
































