د خوست د تریزو او علیشېرو ولسوالۍ اړوند د تریزیو سیمې قومي مشرانو، ځوانانو او دیني عالمانو پرېکړه کړې چې تر دې وروسته به د نجلۍ ولور ۲۵۰ زره افغانۍ وي. دوی د دغې پرېکړې عملي پيل د سیمې د یو ځوان او پېغلې په شرعي نکاح سره وکړ چې ولور یې ۲۵۰ زره افغانۍ وټاکل شو او نجلۍ ته به درې تولې عربي سره زر هم ورکوي. د تریزیو سیمې يو تن قومي مشر مختارالدين جلالزي ویلي، د دوی په سيمه کې هم د نورو قومونو په څېر د خور او لور ولور تر يو ميليون افغانيو پورې و چې زیات شمېر خلکو ورته زړه نه شو ښه کولی. په خوست کې تر دې وړاندې هم ځینو نورو سیمو کې د کم ولور تړونونه شوي وو، خو د وخت په تېریدو سره بېرته له پامه غورځول شوي او اوس هم له خلکو سره د دغو تړونونو د نه عملي کیدو اندېښنه موجوده ده.
































