اسلامي پراختیایي بانک وايي، په افغانستان کې میندو او ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۱.۵ میلیونه امریکايي ډالره ورکوي. اسلامي پراختیایي بانک په اېکس پاڼه کې لیکلي دي، چې دغه بودجه په بیلابیلو ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو ولګول شي. په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان استازي ډاکتر لو ډاپنګ د اسلامي پراختيايي بانک له دې بودجې مننه کړې او ویلي یې دي، چې په دې پيسو سره به د روغتيا نړيوال سازمان اړمنو کسانو ته ژوند ژغورونکي روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي. دغه راز په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان همغږي کوونکې په لوړ کیفیت سره د ميندو او ماشومانو د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول اړين بللي دي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې د مخنیوي لپاره د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول حیاتي دي.
































