د ټولګټو چارو وزارت، د هر ډول موټرو پرمخ د سالنګ لویې لارې د پرانیستلو خبر ورکړ. د دغه وزارت ویاند ویلي دغه لار پرون د ټولو موټرو پرمخ پرانیستل شوه. نوموړي ویلي، دغه لویه لار له دواړو لورو د ۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰ ډوله مسافروړونکو موټرو پرمخ په نورمال ډول پرانیستل شوه. د ده په خبره د لوړ توناژ لرونکي باروړونکي موټرونه د مهالوېش له مخې په نوبت سره پر لار تګ راتګ کولی شي. د سالنګ لویه لار چې کابل له ۹ شمالي ولایتونو سره نښلوي، تېره اونۍ د وړو موټرو پرمخ پرانیستل شوې وه. دغه لار د څلورو میاشتو لپاره د بیارغونې له کبله تړل شوې وه چې تېره اونۍ پرانیستل شوه.
































