د غور ولایت بزګران وايي چې سږ کال یې له خپلو باغونو د چهارمغزو ډېر حاصل ترلاسه کړی، خو د افتونو له امله یې محصولات ښه کیفیت نهلري. دوی وايي غور کې د کرنې ریاست او غیردولتي موسسو له مسوولانو غواړي چې د باغونو ودې او افتونو کنټرول ترڅنګ دې د دوی محصولاتو ته بازارموندنه هم وکړي. بلخوا د غور اوسېدونکي چهارمغز د باغلرونکو لپاره ښه عاید بولي او له دولت غواړي چې په کور دننه او بهر د چهارمغزو پلور او ودې لپاره عملي ګامونه پورته کړي. د غور د کرنې او مالدارۍ رییس غلاممحمد کاظم هم د نباتي ناروغیو او افتونو د خپرېدو څخه اندېښنه ښيي، خو وايي چې د شته ستونزو سره سږ کال د چهارمغزو په حاصلاتو کې ۲۰سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دوی په وینا، لا هم هڅه کوي چې له اړوند بنسټونو سره په همغږۍ په دغه ولایت کې د چهارمغز نور باغونه جوړ کړي او د نباتاتو د ناروغیو او آفتونو مخنیوي ترڅنګ به د خرڅلاو لپاره هم زمینه برابره کړي.











