د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر پکتیا ته په سفر کې ویلي چې د سید کرم او زرمت ولسوالیو لپاره د برېښنا مزي د غځېدو منظوري راغلې او په راتلونکي کال کې به د مچلغو پر بند هم کار پیل شي. نوموړي وويل، د مچلغو بند دېرش سلنه چارې ترسره شوې او په جوړېدو سره به يې ۲۳۰۰ جريب ځمکه خړوبه شي او ۸۰۰ کيلوواټه برېښنا به هم توليد کړي. نوموړي تر دې مخکې هم ویلي وو چې، پکتيا کې د اوبو او برېښنا يو شمېر وړو بندونو جوړولو سروېګانې هم روانې دي او په اړه به یې له رسنيو سره پر وخت معلومات شريک کړي. د يادونې ده، مچلغو بند د پکتيا ختيځ کې د احمدابا ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د جوړېدو چارې یې پخوا د نړۍوال بانک د ۲۲ میلیون ډالرو په مالي ملاتړ پيل شوې وې چې اوس يې کارونه نیمګړي پاتې دي.
































