په بامیانو کې یو شمېر فرهنګپال او سیلانیان وايي، که حکومتي مسوولین د ژمي موسم کې د بامیانو بند امیر لاره پاکه او هوټلونه فعال وساتي، نو په ژمي کې به هم په بند امیر کې د سیلانیانو ګڼه ګوڼه ډېره وي. د بامیانو سیمییز مسوولین وايي، د ژمي په موسم کې د بامیان- بند امیر لارې د پاکولو لپاره چمتووالی لري. د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، راتلونکی کال به بند امیر کې د هوټل پر جوړولو سربېره د ټولګټو چارو ریاست په همکارۍ د بامیان- بند امیر لاره هم پاکه او دا سیمه به د سیلانیانو لپاره چمتو کړي. د شمېرو له مخې روان لمریز کال تر ۱۰۰ زره زیاتو سیلانیانو له بامیانو څخه لیدنه کړې ده.
































