د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۸ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارلې. د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس عبدالواحد عبیده ویلي، چې په یادو شبکو کې د ٤ حلقو ژورو څاه ګانو کیندل، د ٧ بابه کانکریټي ذخیرو جوړول ، د ١٨٨٠ نلکو نښلول، د ٢٩٠ سولري تختو ځای پر ځای کول او د ٦١ زره ٢٢٧ مترو په اوږدوالي پایپ لاین غځول شامل دي. د دغو پروژو د کار په جریان کې د سیمې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ٣٨٤٨ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
































