د فاریاب په چهلګزي ولسوالۍ کې د ناروې موسسې په مالي مرسته د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د انجونو د لومړني ښوونځۍ ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د سیمې خلکو د دغه ښوونځي جوړېدل د خپلو بچیانو د روزنې او روښانه راتلونکي لپاره ګټور بللی او په نورو سیمو او ولسوالیو کې یې هم د ورته پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.
































