په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین په دې ولایت کې د شاتو مچیو د فارمو له ډېرېدو خبر ورکوي. د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وایي، دغه صنعت په دې ولایت کې د پراخېدو په حال کې دی. د مسوولینو په خبره دا مهال په کندهار کې د شاتو شاخوا ۲۲ فعاله فارمونه شته او هر کال تر پنځه زره کیلو شات ځينې تر لاسه کېږي. مسوولین له پانګوالو غواړي تر څو په دې برخه کې پانګونه وکړي او د دې صنعت په لا پراختیا کې ونډه واخلي. د شاتو مچیو فارم لرونکي هم له خپل کار څخه خوښ دي او زیاتوي د کندهار شات له ښه کیفیت څخه برخمن دي.
































