د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د کندوز ولایت په ۶ ولسوالیو کې د چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یادو چکډېمونو د پرانیستې مراسمو کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر هم ګډون کړی و، نوموړي د خپلې وینا پر مهال ویلي، دوی په پام کې لري چې د کندوز په ټولو ولسواليو کې یو – یو چیکډم جوړ کړي او دوی یې لومړی پیل له ۶ ولسوالیو څخه کړی دی. د چارواکو په خبره د یادو ۶ چکډېمونو په جوړولو سره ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. د یادولو وړ ده، چې د دې چکډېمونو د جوړېدو موخه د سېلابونو مهارول او د ځمکو لاندې اوبو پیاوړي کول دي.