د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د اوسني مشر روزونکي جنتن ټراټ تړون د یوه بل کال لپاره هم وغځول شو. کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې تړون د غځېدو لامل هم د نوموړي غوره کارکردګي او ورسره د ملي لوبډلې د لاسته راوړنو د کچې لوړېدل دي چې پر بنسټ به یې ټراټ د ۲۰۲۴م کال تر پایه له افغانستان کرکټ بورډ سره وي. جنتن ټراټ د ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې افغانستان کرکټ بورډ سره قرارداد لاسلیک کړ چې له هغه وروسته نوموړي د ملي لوبډلې په یو شمېر مهمو بریاو کې مثبت رول درلود چې غوره یې د ۲۰۲۲م کال اسیام جام، د پاکستان پر وړاندې د ۲۰۲۳م کال د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ، د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ او د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام وو.
































