د سرپل ولایت په مرکز کې د ۱۷ میلیونو ۴۱۴ زرو ۵۲۶ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د پنځو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغو شبکو په بشپړیدو سره ۱۴۵۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې. د سرپل ولایت اوسېدونکي خوښي څرګندوي او وایي په سیمو کې يې خلک له ستونزو سره مخ وو ځکه چې د اوبو کچه ټېته تللې او خلکو د دې وس نه درلود چې ژورې ساه ګانې وباسي.
































