په بدخشان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه شوي دي. د بدخشان امینتي مسوولین وايي، چې په دې پېښه کې درې ښځې او دوو ماشومانو خپل ژوند بایللی دی. د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ويلي، چې دغه پرون د دغه ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ په لغایر سیمه کې رامنځته شوې ده. نوموړي د دې پېښې لامل د لارو خرابوالی په ښودلی دی.











