د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې پرون ۲۹ کورنۍ په جبري توګه له پاکستانه، هېواد ته راستنې شوې دي. دغه وزارت د ننګرهار ولایت د کدوالو چارو ریاست په حواله لیکلي چې، ۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۸ تنه دی، په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي او د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي. په ورستیو اونیو کې د پاکستان له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو اېستل یو څه کم شوي. بل خوا د سرپرست حکومت ویاند ویلي چي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ کمه شوې. د پاکستان حکومت ویلي وو، چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د لومړۍ میاشتي تر ورستیو ورځو به له پاکستانه شاوخوا یو میلیون هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
































