د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران په کرمان ښار کې پرونۍ چاودنې چې لږ تر لږه ۱۰۳ تنه پکې وژل شوي او شاوخوا ۱۷۱ تنه نور پکې ټپیان شوي په کلکه غندلې دي. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي «د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اسلامي جمهوریت په کرمان ولایت کې د دوو چاودنو پېښه چې ګڼ شمېر کسان پکې مړه او ټپیان شوي دي په کلکه غندي. پرون ناوخته دایران په کرمان ښار کې د سپاه پاسدران د قدس ډلې د پخواني قومندان قاسم سلېماني د څلورم تلین په مراسمو کې دوه چاودنې شوې، چې لږ تر لږه پکې ۱۰۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي. تراوسه کومې ډلې دیادو چاودنو مسوولیت نه دی منلی.
































