د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، د ایران په کرمان ښار کې چاودنه یو تروریستي عمل دی او د ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف جنایت یې بللی دی. دا په داسې حال کې ده، چې پرون ناوخته دایران په کرمان ښار کې د سپاه پاسدران د قدس ډلې د پخواني قومندان قاسم سلېماني د څلورم تلین په مراسمو کې دوه چاودنې شوې، چې لږ تر لږه پکې ۱۰۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي. تراوسه کومې ډلې دیادو چاودنو مسوولیت نه دی منلی.
































