ناټو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر په اوږدو کې د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی دی. د ناټو سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغانان نور له جګړو ستړي دي او د سولې مستحق دي نو ځکه ددغه ډول ګامونو هرکلی کوي. د ناټو سازمان وايي دوی د سولې د هر اقدام هرکلی کوي او ددې تمه لري چې دغه ډول ګامونه به ددایمي سولې د تامین او جګړو د پای سبب شي. ناټو پر دواړو لورو غږ کړی چې بین الافغاني خبرې دې پيل کړي او روان تاوتریخوالی دې ودروي.
































