د تخار ولایت د تالقانو ښاروالۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان کال په تېرو ۶ میاشتو کې یې ۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ریاست مسوولین وایي، چې دوی د ۱۴۰۲ کال د تېرو ۶ میاشتو د عوایدو او لګښتونو حساب د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت مسوولینو او خلکو ته ورکړی دی. د تخار د تالقانو ښاروال ویلي، چې دوی په یاده موده کې ۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت ښاروال خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د ښاري حکومتوالۍ، پرمختیايي، پاکوالي او لرغونتیا په برخه کې به د پخوا په پرتله زیاتې هڅې وکړي او د ښاري حالت د ښه والي لپاره به لا زیات کار وکړي.