پاکستاني چارواکو یو ځل بیا ویلي، چې څه باندې ۱۷ لکه هغه افغانان به له خپلې خاورې وباسي چې په دغه هیواد کې په غیري قانوني توګه ژوند کوي. د پاکستان د کورنیو وزارت خبر ورکړی، چې د بې اسناده کډوالو د ایستلو د بهیر په ترڅ کې تراوسه تر ۵ لکه او ۴۱ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته اېستل شوي دي. اسلام اباد یو ځل بیا ټنګار کړی چې څه باندې ۱۷لکه هغه افغانان به هم له خپلې خاورې وباسي چې په پاکستان کې ژوند کوي او د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. دا کډوال په داسې وخت کې افغانستان ته استول شوې او یا استول کېږي چې په افغانستان کې سوړ ژمی پیل شوی او ګڼ شمېر کډوال سرپناه هم نه لري.
































