د امریکا ان پي آر راډیو په یوه تبصره کې پر افغان ولسمشر غني انتقاد کړی او ویلي یې چې افغانستان کې د زرګونه بې ګناه انسانانو یو قاتل او پر یوه سپین ږیري جنسي تیری کوونکی جنرال دوستم ددې پر ځای چې محاکمه او زندان ته تللی وی ولې مارشالي ورکړل شوې ده،ان پي آر وایي جنرال دوستم د تنظیمي جګړو پر مهال زرګونه داسې بې ګناه انسانان تر خاورو لاندې کړي او وژلي یې دي چې تر ننه یې کورنۍ دا تمه لري چې ممکن د دوی خپلوان نه وي مړه شوي او راشي ، راډیو وایي د افغان ولسمشر دا پریکړې د بشري حقونو پر څار بنسټونو ناوړه اغیز کړې ده او دې پریکړې افغانستان کې د عدل او فساد پر وړاندې مبارزې ته هیلې بیخي په نا هیلې بدلې کړې دي ، ان پي آر دغه راز ویلي چې جنرال دوستم پر یوه سپین ږیري ایشجي تر ظلم او زور زیاتي وروسته جنسي تیری وکړ ددې پر ځای چې نوموړی مارشال شوی وی باید محاکمه او زنداني شوی وی.
































