د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په سید خېلو ولسوالۍ کې یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس عبدالصمد صادق ویلي، چې د دغه ولایت د سید خېلو ولسوالۍ په قلعه سفید کلي کې د ټولنیز معیشت پروګرام له لوري یو سړک د ۳ میلیونه ۲۷۶ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد سړک د جوړولو ترڅنګ د ۹۵ متره استنادي، محافظوي دیوال او د موټرو د تګ راتګ ۲ پلونه هم جوړ شوي دي.
































