د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رییس ویلي، چې د تېر کال په پرتله دغه ولایت کې د پانګونې کچه له ۲۵ څخه تر ۳۰ سلنې پورې لوړه شوې ده. د ننګرهار د سوداګرۍ خونه بیا ډاډمن امنیت، د چارو شفافیت او د سوداګرۍ په برخه کې ښه مدیریت د پانګونې د ډېرښت اصلي لاملونه ګڼي. بل لور ته پانګوال هم په دغه ولایت کې پر پانګونې خوښ دي. دوی له نورو پانګوالو چې له هېواده بهر دي غوښتنه کوي، څو خپلې پانګې په هېواد کې دننه په کار واچوي. ننګرهار کې په داسې حال کې د پانګونې د ډېرېدو خبر ورکول کېږي، چې څو ورځې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه ولایت د خپل سفر پر مهال هم سوداګرو او صنعتکارانو ته د لا پرمختګ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د دوی هرې ستونزې ته په پر وخت رسېدنه کوي.
































