د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د صنعتي فابريکو مسوولين او اوسېدونکي د برېښنا له نشتوالي شکايت کوي. د صنعتي فابریکو مسوولین وايي، له هغه وروسته چې برېښنا یې پرې شوې په تولیداتو کې یې کموالی راغلی دی. خو د هلمند د ولايتي ادارې مسوولين په کجکي بند کې د اوبو کمښت او د ډيزلو لوړه بيه د برېښنا د کمښت له لاملونو بولي. د هلمند او کندهار ولایتونو او یو شمېر ولسوالیو ته له کجکي برېښنا بنده برېښنا ورکول کېږي، چې د ۶ فعاله توربینونو پر مټ په یوه وخت کې د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.












