د ننګرهار ولایت د کانال ریاست مسوولین وایي، د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې په اوه نیم زره جریبه ځمکه د سبزیو او غله جاتو د اصلاح شویو تخمونو کرکېله او تولید پیل شو. د یادو تخمونو لپاره د کانال ریاست اړوند هډې فارم عبدالخېلو بلاک او یو شمېر نورو فارمونو کې زمینه سازۍ شوي او له وړاندې ورته هغه ځمکې ځانګړې شوي، چې یاد تخمونه به پکې ښه نتیجه ورکړي. یاد اصلاح شوي تخمونه د هلال هډوال شرکت لخوا د کانال ریاست د رهبرۍ لاندې کرل کېږي، چې ۴.۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی دی. د یاد شرکت مسوولین وايي، دا په ټول افغانستان کې یو نوښت دی او په لومړي ځل یې هغه د بېلابېلو سبزیجاتو او غلو دانو داسې تخمونه برابر کړي، چې د عامو تخمونو په پرتله څو برابره لوړ حاصلات لري.
































