د افغانستان کرکټ بورډ د هغو دریو ملي لوبغاړو بندیزونه تعدیل کړل چې تېره میاشت یې پرې لګولي و. بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نوین الحق، مجیب الرحمن او فضل الحق فاروقي دوی ته په جلا برېښنالیکونو کې د افغانستان لپاره لوبو کولو ته چمتووالی ښودلی دی. د خبرپاڼې له مخې، یادو درې واړو لوبغاړو ته ښایي مرکزي تړون او په بهرنیو لیګونو کې د لوبېدو اجازه هم ورکړل شي.
































