یوې استرالیايي رسنۍ په افغانستان کې د مېشتو استرالیايي ځواکونو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې نظر ترې غوښتی. دوی ویلي خوښ دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پيلېدونکې دي او اوربند رامنځ ته شوی دی. ددوی په خبره دمګړی جګړه ییز ماموریت نه لري چې له همدې امله له خطر سره هم نه دي مخ، خو د افغان ځواکونو د روزنې او همکارۍ ماموریت پر مخ وړي. دوی ویلي تر هغه به یاد ماموریت ته ادامه ورکوي چې افغان پوځ پر خپلو پښو ودرېږي او وکړی شي د هر ډول ګواښونو په مقابل کې ودرېږي.
































