د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت عواید د تېرو کلونو پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي دي. د دغه وزارت ویاند وايي، چې دغه عواید د مخابراتي شبکو له مالیې ترلاسه شوي او د کرېډېټ د لس سلنې ماليه هم د مخابراتو وزارت بودیجې ته ځي. نوموړی زیاتوي هڅه کوي چې ټولو هېوادوالو ته د انټرنېټ غوره خدمتونه وړاندې کړي. ورته مهال ځينې هېوادوال بیا د هېواد په ځینو برخو کې د انټرنېټي خدمتونو د ټیټ کیفیت له امله شکایت کوي. دوی د انټرنېټې کڅوړو له کم کیفیت او لوړې بیې او په ځانګړې توګه د کرېډېټ د لس سلنې مالیې له نهڅرنګوالي شکایت کوي. تر دې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې یې د مخابراتي خدمتونو د لس سلنې له مالیې، نږدې اته میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي.
































