د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوې مېرمنې چې د خیاطۍ د یوې کارګاه له لارې ۸۰ ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د یادې کارګاه مسووله وایي، که ملاتړ یې وشي، لسګونو نورو ښځو ته به هم د کار زمینه برابره کړي. په یاده کارګاه کې په کار بوختې خوښې دي او له سرپرست حکومته غواړي، د دې کارګاه د بنسټګرې ملاتړ وکړي څو کار یې وغوړیږي او د ښځو لپاره لا زیاته د کار زمینه برابره کړي.
































